د پوهنې وزارت تخنیکي پلاوي له بدخشان ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
54

د پوهنې وزارت تخنیکي پلاوي د یاد وزارت د خدماتو ریاست د ساتنې او مصئونیت د آمر محترم مولوي امین الله امین په مشرۍ بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ.

دغه پلاوي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ او کارکوونکو سره تر لیدنې وروسته، د همدغه ریاست د اسنادو برېښنایي ثبت او حساب ورکولو سیسټم څارنه او ارزونه وکړه او په بېلابېلو څانګو کې یې منسوبینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

دغه راز هغوی د یاد سیسټم ځینې ستونزې او نیمګړتیاوې هم په ګوته کړې او د حل لپاره یې مناسبې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS