غور ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو ته ۱۲ عدده ټبلېټ ګلګسي ووېشل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۲:۵۱
541

په غور ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو ته د ښوونکو د تدریس کچې لاښه والي په موخه ۱۲ عدده ټبلېټ ګلکسي توزېع شول.

د پورته ذکر شویو ټبلېټونو د وېش مراسمو کې، د غور ولایت پوهنې مسئولینو د وینا په ترڅ کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو څخه وغوښتل چې د خپلو ورځنیو چارو لا ښه والي لپاره له دې وسایلو څخه اغېزمنه او ګټوره ګټه پورته کړي.

همدارنګه نوموړي د ټبلېټونو په شخصي او غیر رسمي چارو کې استفاده کول د اصولو خلاف وبلل.

د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو هم د پوهنې وزارت او د همکارې ادارې له مشرتابه څخه د پورته ذکر شویو وسایلو له وېشلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې، دوی به یې په رسمي چارو کې وکاروي او په یاد ولایت کې به د پوهنې لا پراختیا لپاره ترې کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS