د پوهنې محترم وزیر د پکتیا ولایت له یو شمېر تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۴۲
sdfsd

د پوهنې محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یاد وزارت د مسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او د پکتیا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په ملتیا په مرکز ګردیز ښار کې د عثمانیه او تحفیظ القرآن دیني مدارسو او تجربوي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې محترم وزیر د پورته ذکر شویو تعلیمي مرکزونو له ښوونکو، مهتممینو او منسوبینو سره د لیدنو په جریان کې، طلاب او زده‌کوونکي د افغانستان د راتلونکي معماران وبلل، د هغوی تعلیمي وضعیت یې هم وارزاوه او وړتیاوې یې مثبتې وګڼلې.

دغه راز نوموړي زده‌کوونکو، ښوونکو او نورو چارواکو ته توصیه وکړه چې د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره باید پر خپلو وړتیاوو ډېر کار وکړي او له هغو څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړي.

د پوهنې محترم وزیر د دیني او عصري علومو زده‌کړه د هر چا لپاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د دفاع لپاره باید هر څه ته چې اړتیا وي، چمتو شي.

همدارنګه نوموړي د یونیفورم قانون پلي کول یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې یاد قانون د پکتیا ولایت په ډېرو ښوونځیو کې پلی شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS