په دایکنډي ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۴
515

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د پلاوي په حضور کې له ۱۷ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له هغه چې د زده‌کوونکو تعلیمي کچه معلومه شي، هغوی به د خپلې سویې سره سم د رسمي ښوونځیو په مختلفو ټولګیو کې شامل شي؛ ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ګډون وال به تر ازموینې وروسته له ۷ تر ۱۱ټولګیو کې شامل شي او هڅه کېږي چې ټولې مرحلې په دقت، روڼتیا او معیاري اصولو سره سمې پلې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS