د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د کمپیوټر ټولګی جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
سیط

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د رضا خېل عالي لېسې لپاره په اړینو تجهیزاتو او لمریزې برېښنا سیسټم سمبال یوه کمپیوټر خونه جوړه او فعاله شوه.

دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د علم پروره خلکو په مالي مرسته د شاوخوا ۱۷۴ زره افغانیو په لګښت تمویل شوې ده.

د پوهنې چارواکو په وینا، د دغې کمپیوټرخونې په جوړولو سره زده کوونکي کولی شي، د کمپیوټر عملي روزنه ترلاسه او هم د لېسې ټولې تدریسي او اداري څانګې له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS