د لوړو زده‌کړو وزارت لوړپوړي پلاوي د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو معین سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
ظزظطز

د لوړو زده‌کړو وزارت یو لوړپوړی پلاوي چې مشري یې د یاد وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي حافظ حامد حسیب کوله، د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو له معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده سره وکتل.

په یاده ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت د دینی جامعاتو او تخصصاتو چارو لوی رئیس محترم الحاج مولوي اسدالله فرید هم ګډون درلود.

په دغه مهمه ناسته کې دواړو لوریو د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره د ديني مدارسو د ثانویه، مافوق ثانويه، عالیه او عالمیه دورو د ګډو ازموینو پر څرنګوالي، همغږۍ او ترسره کېدو خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین یادې ازموینې د دیني مدارسو د زده‌کوونکو او فارغانو لپاره اړینې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دغه ازموینې باید د دواړو وزارتونو په همکارۍ او ګډ هوکړه‌لیک سره په احسن ډول ترسره شي.

بل لور ته د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معین وویل، چې هغوی د ازموینو د ترسره کولو لپاره اړین چمتووالی نیولي او ډاډ یې ورکړ چې یاد وزارت به له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره د ازموینو د نېټې ټاکلو او څرنګوالي په اړه اړینې پرېکړې وکړې، ترڅو دغه ازموینې د دواړو وزارتونو له خوا په ګډه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS