د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د بدخشان ولایت له یو شمېر  ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
ظپطپظط

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري"  د بدخشان ولایت د دعوت او ارشاد له مسئول محترم مولوي خالد امین په ملتیا، د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال پلاوي د بهارک ولسوالۍ په پوهنې آمریت کې د بهارک، شهدا، وردوج او جرم ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو او د ښوونځیو له چارواکو سره ولیدل او د پوهنې د کیفیت لاښه والي لپاره یې د ننګونو، اړتیاوو او فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وکړ.
په یاده غونډو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه سروري ټینګار وکړ چې د پوهنې نظام باید نه یوازې پوهه انتقال کړي، بلکې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو په برخه کې د مبلغ دنده هم پر مخ یوسي او موږ ژمن یو چې دا همغږي له مرکز څخه تر ولسوالۍ پورې وساتو او پیاوړې یې کړو.
همدارنګه د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد څرګنده کړه چې د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت او ګڼ شمېر ننګونو سره سره، بدخشان تل د علمي او تعلیمي پرمختګ په سر کې ځای لري او موږ هڅه کوو چې د پوهنې وزارت سره په نږدې همکارۍ کې د دې خاورې ټولو ماشومانو ته باکیفیته، اسلامي او ټول شموله زده کړې چمتو کړو.
په ورته مهال مشرتابه پلاوي د بهارک ولسوالۍ له ځینو ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه، له چارواکو، ښوونکو او زده کونکو سره یې ولیدل او د هغوی د ستونزو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS