د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په دفتر کې د معیاري ازموینو تطبیق په موخه ځانګړې غونډه وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
zafczxc

د پوهنې وزارت د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د معیاري ازموینو پروګرام پلي کولو په موخه، د کابل ښار اړوندو ښوونيزو ناحیو له آمرینو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وشوه.
په پیل کې د کیفیت تضمین محترم معین آمرینو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: (د معیاري ازموینو بورډ د یاد معینیت په نوښت او لارښوونه رامنځته شوی، چې بنسټیزه موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول دي.)
نوموړي زیاته کړه، که موږ وغواړو چې په راتلونکي کې یو ځواب ورکوونکی، پرمختللی او باکیفیته ښوونیز نظام ولرو؛ نو باید د تدریس بهیر او د آزموینو اخیستلو طریقې معیاري کړو.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د پورته ذکر شوي بورډ یو تن کارپوه له لوري، د معیاري آزموینو په تړاو علمي او تخصصي پرېزنټېشن وړاندې شو، چې ورپسې د اړوندې موضوع په باب د ګډون والو ترمنځ مېتودیکي او تخصصي بحثونه هم ترسره شول.
په پای کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د غونډې منځپانګه توضېح او وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۵
Background image

د سړو سیمو او ولایتونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل او د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د اوړي رخصتیو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونځيو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر په لاندې ډول پیلېږي:
* له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ابتدایه دورې د زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د سړو او ګرمو سیمو د دیني مدارسو د ۱۴۴۸ هـ.ق کال څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبر ورکوي:
د کابل ښار پوهنې ریاست په ګډون، د ملک ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته خبر ورکول کېږي چې د دیني مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۱
Background image

له بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست، د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحبزاده، په خپلو خبرو کې له زده. . .

BACK TO NEWS