د پکتیکا ولایت ۱۴ ولسوالیو ته تعلیمي مواد توزېع شول
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ۴۲ ډوله اداري او تعلیمي مواد، چې لګښت یې ۵ مېلیون افغانۍ دی، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د ۱۴ ولسوالیو آمریتونو ته ووېشل.
یاد مواد چې پکې قرطاسیه، مېزونه، کمپیوټرونه، سولري سیسټمونه، بېټرۍ او نور ډول ډول اداري توکي شامل دي، مخکې د ارګون ولسوالۍ دارالمعلمین پورې اړوند وو، چې اوسمهال له اړتیا سره سم پورته ذکر شویو ولسوالیو ته ووېشل شول.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې یاد توکي د پوهنیز بهیر ښه کولو او د ښوونکو اداري اړتیاوو پوره کولو په موخه توزېع شول.
