فاریاب ولایت کې د څه کم ۱۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
58469

د فاریاب ولایت میمنې ښار په مرکز کې د سلطان حسین بایقرا لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۱۱.۹۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسئولینو او د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
په دې پرانیستغونډه کې د یاد ولایت والي، پوهنې رئیس، علماءکرام، قومي مشران او ښوونکي حاضر وو. 
د فاریاب پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د روان کال د فعالیتونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ څرګنده کړه چې:"معارف د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د پوهنې وزارت رهبري د ښوونې او روزنې د ارزښت په درک سره تل هڅه کوي، چې لازمې تعلیمي اسانتیاوې، مناسب ځای او خوندي چاپېریال د هېواد د اولادونو لپاره برابر کړي."
د مسئولینو په وینا، دغه ښوونځی په هغه ۲۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی، کوم چې د سیمې د یوه علم‌پرور شخص لخوا وقف شوې وه.
 یاده ودانۍ ۶ درسي ټولګي، اداري خونه، لابراتوار، د ساتونکي کوټه، برېښنا شبکه، احاطوي دېوال، څښاک پاکو اوبو سیسټم، زده‌کوونکو او ادارې لپاره مېز او څوکۍ، اور وژنې وسایل، لوبغالی او نورې ضروري برخې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS