داسلامي زده‌کړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره سیمینار جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۶
515

د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست کارپوهانو له لوري، د اسلامي زده کړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره «د مدارسو کیفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې یو مهم او مسلکي سیمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د مدارسو مسلکي پرمختګ، د تدریس  نوې طریقې او د نړۍ‌والو معیارونو سره سم یو شمېر عصري طرحې او وړاندیزونه مطرح شول.
همداراز د اسلامي زده کړو معینیت مسئولینو د سیمینار له وړاندې کوونکو څخه د ټولو طرحو غوښتنه وکړه، ترڅو د امکان په صورت کې د هغو د پلي کولو لپاره لازم ګامونه واخيستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS