د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۴۱
5151

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، چې د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې او د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څخه د څارنې په موخه سویلي ولایتونو ته تللی، نن کندهار ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي دیادې ازموینې له ممتحنینو، چارواکو، ښوونکو او څارونکو سره ولیدل او ورسره یې د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم معین د پوهنې مسئولینو او ښوونکو په ملتیا، د مدارسو له ثانویه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه او په ورته وخت کې یې له جهادي مدرسې څخه د لیدنې سربېره، له خرقه مطهر شریف تعلیمي مرکز، احمد شاه بابا، میرویس نیکه ښوونځيو او څو نورو ښوونیزو مرکزونو پوهنیز وضعیت له نږدې وڅېړه.
دغه راز د پوهنې وزارت محترم معین د خپل رسمي سفر په جریان کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو دندو کې صادق واوسي او زده‌کوونکو یې وهڅول ترڅو د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې وکړي.
 په ورته مهال، د کندهار ولایت پوهنې ریاست مسئولینو یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سفر هرکلی وکړ او د تعلیمي وضعیت په پياوړتیا کې یې د وزارت محترم مشرتابه له هڅو ستاینه او هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS