د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې اداري ودانۍ څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱
سب

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ پوهنې آمریت اداري ودانۍ چې د ځایي خلکو په مالي مرسته د یو مېلیون ۱۴۳ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دایمیرداد پوهنې آمر په وینا، دغه ودانۍ د غونډو په تالار سربېره، شپږ اداري خونې او نور اړین ملحقات لري.

د میدان‌وردګ پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت له پوهنیزنظام سره د سیمه‌ییزو خلکو د همکارۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې پوهنې ریاست به په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د پیاوړتیا په برخه کې هر ډول اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS