په نورستان ولايت کې د يو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۲
631

د نورستان ولايت مرکز پارون ښار اړوند د چتراس سيمې معارف‌پالونکو خلکو، د يو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه يو جریب ځمکه پوهنې ته وقف کړه.
د ياد ولايت پوهنې رئيس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، د خلکو له دې همکارۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: د ياد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده‌کوونکو او د ښوونځي کارکوونکو د خوندي تعليمي چاپېريال نشتوالي ستونزه هواره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د مدارسو مهتممینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د دیني مدارسو ۱۵۰ تنو مهتممینو او ناظمینو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS