په روان کال کې د لوګر ولایت پوهنې ریاست عواید له ۱۳ مېلیونو افغانیو څخه آوښتي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۱
25121

د لوگر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په یولسو میاشتو کې یې په ټولیز ډول شاوخوا ۱۳ مېلیونه ۱۴۴ زره ۵۷۵ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد عواید د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغانو ته د شهادت‌نامو د وېش، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور ازموینې د فورمو وېش او نوم‌لیکنې، له خصوصي تعلیمي بنسټونو څخه د مالیې راټولولو، د زړو او له کاره لوېدلو وسایلو د پلور او د استهلاک شویو توکو له درکه ترلاسه شوي، چې په رسمي ډول د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS