د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
96549

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له سکټور سره مرسته کړې ده.
یادې مرستې په بېلابېلو برخو کې لګول شوې دي، لکه: د تدریسي کیفیت لوړول، د مدارسو او ښوونځيو شوراګانو له لوري د ۱۱۹ تنو رضاکارو ښوونکو ګمارنه، د تعلیمي زیربناوو پراختیا او ترمیم، د احاطوي دېوالونو جوړول، د تعلیمي مرکزونو د ودانیو جوړولو لپاره د ځمکو وقف کول، د ښوونځيو د تخنیکي او اداري وسایلو برابرول، د لمریزې برېښنا او د اوبو رسولو سیسټمونو فعالول او همدارنګه په ځینو تعلیمي بنسټونو کې د شنو ساحو جوړول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د سرپل ولایت د خلکو له دغو مادي او معنوي مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS