د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ یو شمېر ښوونځي له ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۴۸
848

د کابل ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د سروبي ولسوالۍ د سروبي لېسه، د سروبي مرکزي منځنی ښوونځی، لومړی نمبر او شونده لومړني ښوونځي، چې د ۲ میلیونه ۲۳۵ زره او ۷۴۰ افغانیو په لګښت ترمیم شوي، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو ښوونځیو د بیارغونې په چارو کې؛ د بامونو د اوسپنیز او کانکریټي پوښ ترمیم، د درسي خونو لپاره د دروازو جوړول، د احاطوي دېوالونو رغول، د دروازو-کړکیو رنګول او د ښیښو نصبول شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS