لغمان ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونې چارې پیل شوې
د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد په وینا؛ د دغه ولایت د بادپخ ولسوالۍ اندرور لېسې بیارغونې عملي چارې پیل شوې دي.
په یاده پروژه کې د ۱۴ درسي خونو د چتونو ترمیم، د کړکیو، دروازو او فرشونو اماده کول او همداراز د ۱۳۰ متره په ژوروالي سره د څښاک پاکو اوبو څاه کیندل شامل دي.
د یادې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د همدې ولسوالۍ د اصلي اوسېدونکي محترم حاجي عبدالوکیل رسولي په مالي مرسته، چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، تمویلېږي او ټاکل شوې ده، چې د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
