د زابل ولایت په میزان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې لپاره د ودانیزو پروژو کارونه پیل شول
د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ په تاخوم کلي کې د محمدیه دیني مدرسې لپاره د یو شمېر پروژو عملي کارونه د سیمهییزو خلکو په مالي مرسته پیل شوي دي.
پروژې د دې لپاره پلي کېږي چې د مدرسې تعلیمي چاپېریال ښه شي، د طالبالعلمانو لپاره مناسب درسي سهولتونه برابر او موجودې اړتیاوې پوره شي، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۲۳۰ زره افغانۍ اټکل شوی او د سیمهییزو خلکو له لوري تمویلېږي.
