په بادغیس ولایت کې ۶۰ تنه راستنېدونکي کډوال ماشومان د تعلیمي ارزونې لاندې ونیول شول
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه له هغوی څخه ازموینه واخیسته.
په دغه ازموینه کې شاوخوا ۶۰ تنو ګډون درلود، چې د مسوولینو په وینا، له بشپړې ارزونې وروسته به یاد زدهکوونکي د خپلې ښوونیزې سویې له مخې د بېلابېلو ښوونځیو په مناسبو ټولګیو کې جذب شي.
