په زابل ولایت کې یوې مدرسې ته نوي درسي ټولګي جوړېږي
د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په ګډون د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند مصباح العلوم دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادو ټولګیو جوړولو ټولیز لګښت ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو لخوا ورکول کېږي او په جوړېدو سره به له ۱۳۰ څخه زیاتو زدهکوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
