په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو او آمرینو لپاره ښوونیز ورکشاپ پیل شو
د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د «ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځيو ۷۶ تنو آمرینو او ښوونکو لپاره پیل شو.
د یاد پروګرام موخه د ښوونکو د مسلکي او علمي وړتیاوو لوړول او د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والی بلل شوی دی.
