په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو ۶۷۵ تنو تدریسي او اداري مسوولینو د وړتیا لوړونې په برنامه کې ګډون وکړ
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د زدهکړې کیفیت لوړولو او د ښوونکو او ښوونځیو د مسوولینو مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د یاد ولایت د ۶۷۵ تنو ښوونکو، مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره روزنیزه برنامه پیل کړې ده.
د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد، ویلي چې په یاده برنامه کې د ښوونکو، مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د اغېزمن تدریس او زده کړې ترویج تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ هم شامل دی.
