د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
585

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحب‌زاده وویل: «د ښوونکو مسلکي روزنه، د علمي تجربو شریکول او د تدریس له نوینو لارو چارو سره بلدتیا هغه مهم عوامل دي چې د تدریس کیفیت لوړوي، د ښوونیز بهیر ستونزې راکموي او د زده‌کړو اغېزمنتیا پیاوړې کوي.»
په همدې موخه، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړې، ترڅو یاد ښوونکي د تدریس له نوینو میتودونو، علمي تجربو او اغېزناکو ښوونیزو لارو چارو سره لا ډېر بلد شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS