داوطلبۍ اعلان
پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نتایجو او شهاتنامو ریاست د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژي یو قلم جنس د تدارک او پېرودلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي، د شرطپامې اړوند سافټ کاپي ترلاسه او خپل وړاندیزونه د قراردادونو د قانون او تدارکاتي کړنلارې له شرایطو سره سم، په سرتړلي ډول د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۶ نېټې، دوشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، کوم چې په دهافغانان سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا هم انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین ته اړتیا نشته او د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۵/۲۶ نېټې، د دوشنبې ورځې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.
پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
