په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې
د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.
د پوهنې مسوولینو په خپلو خبرو کې د کارکوونکو او ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې زدهکړې په ښوونیز چاپېریال کې په اغېزمن ډول عملي کړي.
