په پکتیکا کې د زدهکوونکو ترمنځ د ساینس علمي سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت په سروبي، اومنې او سرروضې ولسوالیو کې د ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د ساینس په برخه کې د المپیاد علمي سیالۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زدهکوونکو خپلې علمي او ساینسې پروژې د سیالۍ لپاره نندارې ته وړاندې کړې.
په دغو سیالیو کې ګڼ شمېر زدهکوونکو ګډون کړی و او خپلې بېلابېلې ساینسې پروژې یې د ارزونې پلاوو ته وړاندې کړې.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د دغو سیالیو د اهمیت په اړه وویل، چې د ساینس المپیاد سیالۍ د زدهکوونکو د علمي استعدادونو په وده، د فکري نوښتونو په پیاوړتیا او د راتلونکو علمي کادرونو په روزنه کې مهم رول لري.
