د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي
د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زدهکړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د «ساینس ټولګیو» د جوړولو طرحه د ازمایښتي پړاو په توګه پلې کوي.
د همدې موخې لپاره د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اولګل ایوبي، د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام، د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده او د ټاکل شویو ۱۰ ښوونیزو مرکزونو د آمرینو په ګډون ګډه غونډه جوړه شوه.
د طرحې له مخې، په یادو ټولګیو کې به د ساینس مرکز له لوري تولید شوي علمي او برېښنايي ښوونیز مواد زدهکوونکو ته وړاندې کېږي، چې د علمي مفاهېمو د عملي تشریح، د زدهکوونکو د ونډې زیاتولو او د ساینس زدهکړو ته د هغوی د لېوالتیا د پیاوړتیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د دغه ازمایښتي پړاو موخه د طرحې د عملي کېدو پر مهال د شته فرصتونو، ستونزو او اړتیاوو پېژندل او د ترلاسه شویو تجربو پر بنسټ د برنامو د لا ښه پلي کېدو لپاره د مناسبو لارو چارو ټاکل دي.
