د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.
لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب شانه ښوونځي ۱۵۰ زدهکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې وړیا کورس جوړ شو.
پکتیا
د پکتیا ولایت په مرکزګردېز ښار کې د ببرکخان ځدراڼ لېسې د تالار بیارغونې چارې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
میدانوردګ
د میدانوردګ ولایت له بهسودو پوهنې آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند یوه ښوونځي احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۴۴ زره افغانیو څخه په زیاتو پیسو ترمیم او بیاورغول شو.
