په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه
د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په ښوونځیو کې د ساینس مضمونونو د ازمېښتوني تجربو د ترسره کولو پر مهال د معیاري او عملي تدریسي میتودونو پر کارولو ټینګار وکړ او دا یې د زدهکوونکو د ښوونې او روزنې بهیر لاښه والي لپاره مهم وباله.
