د شمال زون د ښوونکو د روزنې عمومي مدیرانو ته درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۳
شسظطزز

د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو د پوهنې ریاستونو او د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د ښوونکو روزنې ۸۲ تنو عمومي مدیرانو ته د شمال زون د ښوونکو روزنې ریاست په چوکاټ کې درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه پیل شوه.
دغه روزنیزه برنامه د دندو د لایحو او د ښوونې او روزنې په چارو کې د ټولنې د ونډې اخیستنې د پیاوړتیا په موخه جوړ ه شوې ده.
د برنامې د پرانیستې په غونډه کې د پوهنې وزارت د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختيا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري د ښوونې او روزنې په برخه کې د ظرفیت لوړونې او پراختیایي پروګرامونو پر تطبیق ټینګار وکړ، د پروګرام موخې او محتویات یې تشریح کړل او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې له دغه روزنیز فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې مسوولینو سره وکتل.

٢- د کونړ ولایت پوهنې ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د بامیان  ولايت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شول

د پوهنې او کرنې وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي او خدماتي اجیران د سواد زده‌کړې د ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د ېو لړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS