د بامیان ولايت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي د سواد زدهکړې له کورسونو فارغ شول
د پوهنې او کرنې وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي او خدماتي اجیران د سواد زدهکړې د ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د ېو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، چې د ياد ولایت د پوهنې او کرنې ریاستونو د مسوولینو په ګډون جوړ شوي وو، فارغانو ته د فراغت سندونه توزېع او په دې توګه یاده ښوونیزه دوره پای ته ورسېده.
