په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه
د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده برنامه به ٨ ورځې دوام وکړي، چې شپږ ورځې به د اغېزمنې زدهکړې د لارو چارو پر ښوونې او ترویج، یوه ورځ به عملي فعالیتونو او د کاري پلان پر ترتیب او بله ورځ به د تنویرالافکارو پروګرام ته ځانګړې شوې وي.
