الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې ۱۳۷۰ ښوونکو ته د استوګنې نمرو وېش پیل شو
د لغمان ولایت د الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ۱۳۷۰ ښوونکو ته د استوګڼې نمرو د ملکیت سندونه ورکړل شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ ، دپوهنې رییس عبدالله حمیدی ، يو شمېر ادارو مسوولينو، مدني ټولنو استازو او د اليشنګ او دولت شاه ولسوالۍ لسګونه ښوونکو ګډون کړی وو.
والي ښاغلي محمد آصف ننګ ددې ولایت د ښوونکو معیشتي ژوند ښه والي ته پاملرنه او د پوهنې کیفیت لوړېدل او پراختیا له خپلو مهمو لومړیتوبو څخه وګڼله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې کوي.
ښاغلي ننګ ټینګار وکړ، چې ددې ولایت د نورو ولسوالیو ښوونکو ته به هم د استوګنې نمرو وېش پیل او د دې ستونزې حل ته به جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د قرغيو ولسوالۍ ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ګمبيري په ښارګوټي د ښوونکو نمرو په اړوند ستونزه به ژر حل شي او په ياده ساحه کې، چې هر چا غيرې قانوني تصرف کړی وي عدلي او قضايي ارګانونو ته به د نورو اجرااتو په موخه ور وپېژندل شي.
د پروګرام په پای کې د یادو چارواکو له لوري پر ښوونکو د استوګنو نمرو د ملکیت سندونه ووېشل شول.
