احمد خیلو ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۶ - ۱۰:۱۰
احمد خیلو ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالۍ د احمد خیلو د نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي ، چې ۱۰ درسي خونې ‎، دوي اداري خونې، د احاطې دېوال ، د اوبو منظم سیستم او نورې اړوندې ټولي ښوونیږي آسانتیاوي به ولري.
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، مونږ له نېکه مرغه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې یو، په ودانیزه برخه کې مو زیات شمیر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې دغه دی نن ورځ مو د احمدخیلو نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره هم کېښوده .
د احمد خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادې ښوونځي د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS