اطلاعیه وزارت معارفپه غور ولایت کې د طلابو ثانويه او ما فوق ثانويه دورو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
هغو درنو طلابو ته چې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت له لارې یې په غور ولایت کې د ثانويه او ما فوق ثانويه دورو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې لپاره نوملیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د ازموینې د ګډون کارتونه دې د یاد ولایت له پوهنې ریاست څخه ترلاسه کړي.
د بایومټریک پروسې ترسره کولو او ازموینې ورکولو لپاره دې په لاندې نېټو د غور پوهنتون ته مراجعه وکړي:
* د چهارشنبې ورځ، د غویي/ ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه دې د بایومټریک پروسې ترسره کولو لپاره د یاد ولایت پوهنتون ته حاضر شي.
* د جمعې ورځ، د غویي / ثور میاشتې په۲۵مه نېټه ازموینه اخیستل کېږي.
یادونه: ګډونوال باید د بایومټریک پروسې او ازموینې پر مهال د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري.
په ټاکلي وخت دې ازموینې ته حاضر او له ځان سره دې د موبایلونو او برېښنایي وسایلو له راوړلو ډډه وکړي.
د نورستان او بامیان ولایتونو د طلابو ازموینه به وروسته اعلان شي.
پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
