بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولايت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند د دشت فرهنګ منځني ښوونځي ودانۍ، چې څه موده مخکې یې په اساسي ډول د بیارغونې چارې د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۷۱ زره افغانیو په لګښت پيل شوې وې؛ اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په یاده پروژه کې د ۱۱ درسي ټولګيو ترمیم، د انګړ کانګرېټ کول او د ښوونځي د ودانۍ رنګول شامل دي.
د پوهنې د ولایتي چارواکو په وینا،، د دا ډول پروژو پلي کول د زده کوونکو د زده کړو د کیفیت په لوړولو کې اساسي رول لوبوي.
ځايي اوسېدونکو هم د پوهنې وزارت د پاملرنې او هڅو ستاينه وکړه او د دغه ولايت په نورو سيمو کې يې د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.