بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زدهکوونکو والدینو هم د ښوونځي لپاره د فرشونو پېرودلو او چمتو کولو لپاره ۳۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې.
د پوهنې چارواکو د پوهنیزنظام پیاوړتیا او د مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو کولو لپاره د خلکو له مالي ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه.