جمهوررئیس غني د پوهنې د ترانې ملي ټیم غړو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۶:۵۳
ارګ

سرچېنه: ارګ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم سره وکتل او د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې دغه ټیم ونازولو.
په دغه کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب معینې مرجان متین د پوهنې د ترانې د فیستیوال په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، له ټولو ولایتونو څخه ۸۰۰ هلکان او نجونې کابل ته راغلي وو او د درې ورځو سیالیو په جریان کې د پوهنې د ترانې ملي ټیم ایجاد شو.
هغې زیاته کړه، دغه ټیم ټولو ته د همدلۍ او ازادۍ پیغام ورسولو او د افغانستان فرهنګي تنوع یې نندارې ته وړاندې کړه.
وروسته د ملي راډیو تلویزیون د موسیقۍ ادارې رئیس استاد وحید قاسمي خبرې وکړې او له والدینو څخه یې مرکز ته یې د خپلو بچیانو د استولو د همکارۍ له امله مننه وکړه او وې ویل، د ترانو منځپانګه وطندوستي، ازادي، فرهنګ او ښوونه او روزنه وه.
ورپسې جمهوررئیس غني د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم غړو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: تاسې د افغانستان بهترین او بااستعداده افغانان یاست چې خپل زړه راښکونکی غږ، خلکو ته هدیه کوئ.
هغه زیاته کړه، تاسې افغانستان ته د ازادۍ، خپلواکۍ، همدلۍ او هیواد د درې رنګه بیرغ د عزت پیغام راوړئ او د واحد افغانستان چې زموږ د ټولو شریک کور دی، استازیتوب کوئ.
جمهوررئیس یادو ماشومانو ته په خطاب کې وویل، ارګ ستاسې او د افغانستان د خلکو دی چې په راتګ سره مو ارګ ته ویاړ وباښه. هغه وحید قاسمي ته لارښوونه وکړه چې د دغو کوچنیانو د ترانو سلسله دې ثبت کړي چې په بېلابېلو محفلونو کې خپرې شي. د پوهنې وزارت او چارو ادارې عمومي ریاست بودجې څخه دې د پوهنې د ترانې ټیم تمویل شي، ترڅو په دوامداره توګه پیاوړی شي.
جمهوررئیس دغه راز لارښوونه وکړه چې د هیواد ملي سرود دې د پوهنې د ترانې ټیم په واسطه ثبت او د ارګ په ټولو محفلونو او برنامو کې نشر شي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د پوهنې د ترانې ملي ټیم غړو ته په خطاب کې وویل، زما او د حکومت د ټولو مسوولینو تعهد دادې چې تاسې ته افغانستان ارام او خوندي جوړ کړو.
په دغه کتنه کې د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم د "درفش سرزمین ما بلند باد" او "مورې مورې" دوه ترانې وویلې چې د هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې وړ وګرځیدې.
- - - 
رئیس جمهور غنی با اعضای تیم ملی ترانۀ معارف دیدار نمود

محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان عصر امروز با تیم ملی ترانۀ وزارت معارف دیدار کرد و ضمن تبریکی عید سعید اضحی، آنان را مورد تفقد و نوازش قرار داد.

در این دیدار که در قصر چهارچنار ارگ انجام شد، ابتدا مرجان متین معین نصاب تعلیمی وزارت معارف در مورد برگزاری جشنوارۀ ترانه معارف معلومات داده، گفت که ۸۰۰ پسر و دختر از تمام ولایات کشور به کابل دعوت شده بودند و در جریان سه روز رقابت، تیم ملی ترانۀ معارف از میان آنان برگزیده شد.

وی افزود که این تیم پیام همدلی و آزادی را به همه رساندند و تنوع فرهنگی افغانستان را به نمایش گذاشتند.

بعداً استاد وحید قاسمی رئیس ادارۀ موسیقی رادیو تلویزیون ملی صحبت کرد و از همکاری والدین بخاطر فرستادن فرزندان شان به کابل، تشکر نموده گفت که محتوای ترانه های را که این تیم اجرا کرد، میهن دوستی، آزادی، فرهنگ و تعلیم و تربیه بوده است.

متعاقباً رئیس جمهور غنی صحبت نمود و ضمن تبریکی عید سعید اضحی به اعضای تیم ملی ترانۀ وزارت معارف گفت: شما بهترین های افغانستان و با استعدادترین افغان ها هستید که صدای دلنواز را به مردم هدیه می دهید.

وی افزود: شما به افغانستان پیام آزادی، استقلال، همدلی و عزت بیرق سه رنگ کشور را می آورید و از افغانستان واحد که خانه مشترک ماست، نمایندگی می کنید.

رئیس جمهور خطاب به کودکان مذکور گفت که ارگ از شما و مردم افغانستان است و با آمدن تان به ارگ افتخار بخشیدید. وی به استاد وحید قاسمی هدایت داد که یک سلسله ترانه های این اطفال را ثبت نماید تا در محافل مختلف نشر شود و تیم ترانۀ معارف از بودجه وزارت معارف و ریاست عمومی ادارۀ امور تمویل گردد تا به صورت دوامدار تقویت یابد.

رئیس جمهور غنی همچنان هدایت داد که سرود ملی کشور توسط تیم ملی ترانۀ معارف ثبت گردد، تا در تمام محافل و برنامه های مختلف ارگ نشر شود.

رئیس جمهور در اخیر سخنانش خطاب به اعضای تیم ملی ترانۀ معارف گفت که تعهد من و سایر مسئولین حکومت این است که افغانستان را برای شما آرام و مصئون بسازیم.

در این دیدار، تیم ملی ترانۀ وزارت معارف دو ترانۀ میهنی را به نام های "درفش سرزمین ما بلند باد" و "مورې مورې" اجرا کردند که مورد توجه رئیس جمهور کشور قرار گرفت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

په لومړي ځل د ملکه ثریا پر ژوند یو ورځني علمي څیړنیز سیمینار جوړ شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار دپوهنې ریاست د نوښتونو په لړ کې د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په لومړي ځل دملکه ثریا پر ژوند او کړو وړو یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار دجلال اباد ښار د بي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار د ۶ ښوونځيو امرین وستایل شوه 

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار د پوهنې ریاست دهیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ او د پوهنې وزارت مقام د لارښوونې له مخې د ۶ لیسو امرین چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې یې، په پوهنيز. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

د لوګر د پوهنې ریاست د غونډو تالار په اړینو وسایلو سمبال شو

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د غونډو تالار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په اړتیا وړ وسایلو سمبال شو. 
یاد تالار د پوهنې ریاست پر بودجې په اړتیا وړ وسایلو سمبال. . .

BACK TO NEWS