خبرتیا

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۹:۴۰
zekrullahzakiri44@gmail.com

د یونیسکو مؤسسې لخوا د ښځو او نجونو د زده کړې لپاره جایزه ورکوي.  

د دې جایزې موخه؛ د نجونو او ښځو د زده کړو ملاتړ ، وده او نوښت عنوان شوي. 

دا جایزه د چین د خلق جمهوریت لخوا مالي تمویل کیږي او ټاکل شوې چې هر ګټونکي ته ۵۰ زره آمریکایي ډالر ورکړل شي.

په دې جایزه کې هغه اشخاص، موسسې او بنسټونه  چې په پورتنۍ برخه کې یې کار کړی وي او یا هم په  یاده برخه کې کار کولای شي مخکې له
 ۱۴۰۱/۰۱/۳۰ (۲۰ / می/ ۲۰۲۲) تاریخ د دې جایزې لپاره ځانونه کاندید کړې. 

د نورو معلوماتو او راجستر کولو څرنګوالی په اړه لاندې لینک باندې کلیک وکړي:
...................
د یونسکو او آیسسکو ملي کمیسیون دفتر  په کارته-۴ کې د پوهنې وزارت د ساینس او تعلیمي ټیکنالوژۍ مرکزي ودانې ته مراجعه وکړي. 

همدارنگه د نورو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره لاندې بریښنالیک او شمیره سره په تماس کی شي:
بریښنالیک: zekrullahzakiri44@ gmail.com
شمیره: ۰۷۷۳۰۹۱۹۳۳

https://en.unesco.org/themes/women-s-and-girls-education/prize

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS