خوست کې د نجونو ښوونځۍ ته دوه جریب ځمکه وقف شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۱:۳۴
خوست کې د نجونو ښوونځۍ ته دوه جریب ځمکه وقف شو

د پوهنې وزارت_خوست: د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، وکیل شاه خان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالیو دُور ملکې کلي اوسیدونکي د پوهنې سره د مینې او لوړ احساس له امله خپله شخصي دوه جریبه ځمکه چې پنځه میلیونه افغانۍ ارزښت لري د نجونو د ښوونځي لپاره د پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
د نجونو ددې مکتب لپاره اوس هم د ودانۍ چارې روانې دي. چې وکیل شاه خان له خپلو زامنو سره یو ځای کار پکې کوي.
‏وکیل شاه خان وایي: "زموږ په کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره هېڅ ځمکه نه وه، دغه حالت زه سخت ځورولم، د خپل وطني احساس له مخې مې وغوښتل چې د خپل کلي ښوونځي ته باید هر ډول امتیاز پرته ځمکه ورکړم، زه ژمنه کوم چې یو څه ځمکه نوره هم لرم که ورته ضرورت شو هغه به هم د معارف لپاره وقف کړم.
همدا رنګه د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان وویل دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې هېوادوال د پوهني په ارزښت پوهیدلي او د پوهنې له نظام سره هر اړخیزه مرستی کوی، او د وکیل شاه خان دا کړنه د ستایلو وړه ده او هیله مند یم چې نورهیوادوال د پوهنې له نظام سره مرسته وکړی.
تر دې وړاندې هم د یاد ولایت اوسېدونکو له پوهنې څخه د ملاتړ په ترڅ کې له پوهنې ریاست سره مرستي کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS