د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او نیز مجلس دائر شو

له غرمې وروسته د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو (۲۹) مجلس دائر شو .
په دې مجلس کې چې د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم برخه درلوده، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په مشرۍ د پنځو ریاستونو (اساسي او ثانوي زده کړې، بهرنۍ اړیکې او تمویل کوونکي،تقنین او پالیسي،نظارت او ارزیابي او د ښوونکو مسلکي انکشاف) له رئیسانو څخه متشکل هیئت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په مرکز او ولایاتو کې د بهرنیو او داخلي موسساتو د کارونو د کنترول، نظارت او له هغوی سره د هماهنګي لپاره یوه هر اړخیزه طرحه ترتیب او د وزارت د مشرتابه مجلس ته یې وړاندې کړې.
همدارنګه په وزارت کې د بایومتریک حاضري د استعمال په فوایدو او د هغې لپاره د وخت د ټاکلو په هکله مفصل بحث وشو.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .