داوطلبۍ اعلان

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۸:۳۳
lkdsjlksdj

د کابل ښار پوهنې ریاست د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، اتمې، نهمې، لسمې او یوولسمې تعلیمي ناحیو اړوند د محجوبه هروي، نمبر ۱۳ جمال مېنه، بي بي رابعه، غازي عبدالله، محمد هاشم میوندوال، عبدالقدیر، بي بي مهرو، اماني او احمد علي کهزاد ښوونځيو کې د  د ژورو څاګانو، تشنابونو جوړولو، سېپټیک څاګانو، احاطوي دېوالونو، ایزوګام، د انګړ کانکریټ کولو، د ښوونځیو رنګمالۍ او ترمیمولو په برخو کې د یاد ریاست د تاسیساتو او املاکو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې مطابق پروژو پلي کولو ته اړتیا لري.
هغه ساختماني شرکتونه چې د قرارداد غوښتونکي وي، کولای شي، د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې دغزني سرای په کارته چهار کې موقعیت لري، وسپاري او شرطپاڼه کتلی شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS