دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۱:۳۸
دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

دازموینو دپېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په بي بي زینب لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی زده کوونکو او ښوونکو ته د یو ښوونیز کال د پای ته رسیدو له امله مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې ازموینې به د صمیمیت په فضا کې تیرې شي .
دپوهنې ریس ښوونکي او امنیتي ځواکونه د هیواد رښتیني بچیان یاد کړل ویې ویل امنیتي ځواکونه په خورا مېړانه او سرښندنه د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کوي او ښوونکي ددې وطن نسل له تیارو راوباسي او ټولنې ته یې د یو سالم او په کار پوه انسان په توګه د خدمت لپاره وړاندې کوي.
دپوهنې ریس ښوونکو ته په خطاب کې وویل ازموینه نه یوازې داچې د زده کوونکو د پوهې کچه معلوموي بلکې دښوونکو لپاره یوه ارزونه هم ده او ښوونکي باید له هرې ازموینې وروسته د ځان ارزونه وکړي چې څومره په خپلو درسي پلانونو او زده کوونکو ته دپوهې او تجربو په لیږد کې بریالي او یا پاتې راغلي دي. هغه همدا راز د دولسمو ټولګیو نجونو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل تاسو باید ددولسم ټولګي په فراغت بسنه ونکړئ، بلکې اوسمهال په افغانستان کې د لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي او نجونې باید له دې اسانتیاوو ګټه پورته کړي.
هغه همدا راز وویل افغانستان دا مهال لوستو میرمنو ته په بېلابېلو برخوکې اړتیا لري او څومره چې نجونې خپلې لوړې زده کړې تر سره کوي په هماغه کچه ورته د خدمت کولو زمینې هم برابریږي.
حسیب الله شینواري وویل سږ کال د ننګرهار ولایت دتودو سیموېه (۶۲۳) بابه ښوونځیو کې کلنې ازموینه تر سره کیږي چې پکې د(۲۰۸۴۹۲) تنو نجونوپه ګډون (۵۷۷۹۷۷) تنه زده کوونکي برخه لري او ددغو زده کوونکو دازموینې بهیر د (۱۶۳۳) تنو میرمنو په ګډون د (۱۱۲۰۰) تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.
ټاکل شوې چې دا ازموینې د روانې جوزا میاشتې پر نولسمه نیټه پاې ته ورسیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت اطلاعیه

د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل منع دي.

پوهنې وزارت ـ کابل: د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۶:۱۶
Background image

پوهنې وزیر د بدخشان ولایت علماوو شورا سره په لیدنه کي د یاد ولایت د ښوونې او روزنې ستونزو د حل وعده ورکړه

پوهنې وزارت- کابل:د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان علماوو شورا غړو سره په لیدنه کې د یاد ولایت د ښوونې او روزنې ستونزو د حل وعده ورکړه.
دا لیدنه چي نن د چنګاښ ۲۹ مه پوهنې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوګر له یوه ښوونځي سره د لابراتواري وسایلو او موادو مرسته وشوه

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د کلنکار جهادي د هلکانو لېسې له سره د لابراتواري وسایلو او موادو مرسته وشوه. 
دغه مرسته د پارسا په نوم د پوهنې یوې مرستندویه موسسې مرسته وکړه، چې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS