دننګرهار پوهنې ریاست د لېسو مخکښ امرین وستایل

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۳:۴۷
دننګرهار پوهنې ریاست د لېسو مخکښ امرین وستایل

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریاست د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د شپږو مخکښو لېسو امرین وستایل.
په همدې موخه د جلال اباد ښار دبي بي زینب لېسې دغونډو په تالار کې په جوړو شویو مراسمو کې دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی دغو شپږو مخکښو مدیرانو ته دهغوی د ښو کړنو له امله مبارکي وویله زیاته یې کړه د ننګرهار پوهنې ریاست د ټولو ښوونځیو امرین مخکښ او دستایلو وړ دي، خو دا شپږ تنه د ټولو ښوونځیو د امرینو په استازیتوب دهیواد په کچه دسلو مخکښو امرینو په ډله کې ستایل شویدي.
پوهنې ریس وویل: دغو امرینو په سختو حالاتو او ډیرو کمو امکاناتو سره خپلې چارې په بریالۍ توګه تر سره کړي دي او هر يو يې په خپل ښوونځي کې ابتکارات ترسره کړي، همدارنګه يې زياته کړه چې پدې امرينو کې ځينو په ډيرو سخت امنیتي شرايطو کې د هيواد د بچيو پرمخ ښوونځي پرانيستي ساتلي و. هغه د نورو ښوونځیو پر امرینو هم غږ وکړ چې ددغو امرینو له تجربو او کړنو ګټه واخلي.
همدارنګه د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند هم دغو شپږو امرینو ته یې د هغوی د ښو کړنو او نوښتونو له امله مبارکي وویله، زیاته یې کړه دپوهنې کارکوونکو په خورا سختو شرایطو کې دپوهې ډیوه بله ساتلې ده هغه وويل دپوهنیز ډګر هر غړی د ستایلو وړتیا لري.هغه له ستایل شویو امرینو وغوښتل چې خپلو چارو ته نوره پاملرنه هم وکړي.او په راتلونکې کې نړیوال ویاړونه هم تر لاسه کړي.
دننګرهار دولایتي شورا منشي اغلې حمیرا رفیع بیا د پوهنې په ریاست کې د ورستیو نوښتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د پوهنې له ریس او مشرتابه څخه یې له همدې امله مننه وکړه .
د لېسو د مخکښو امرینو په استازیتوب د غني خیلو ولسوالۍ د مارکو لېسې امر فلاح الدین خبرې وکړې او د پوهنې ریاست له مشرتابه یې مننه وکړه چې ددوی هڅې یې وستایلې هغه وویل ددوی ستایلو دوی ته دنور ښه او ډیر کار کولو حوصله او انرژي ورکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلو ورسپارل شویو چارو ته به تر پخوا ډیر پام کوي.
دمراسمو په پاې کې د کامې ولسوالۍ د محمد موسی شفیق لېسې امر فضل الربي عاطف، دګوشتې ولسوالۍ د ملا رحمت بابا د نجونو لېسې امر میاه فضل محمد، د شينوارو ولسوالۍ د مارکو لېسې امر فلاح الدین، دهسکې مینې ولسوالۍ د پاپین لېسې امر حاجي محمد ولي، د اچین ولسوالۍ د کهي لېسې امر صبغت الله او دجلال اباد ښار د افغان مراد خصوصي لېسې امر برهان الدین ته دولسمشرۍ ماڼۍ له لورې رااستول شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS