دپوهنې وزارت سر پرست وزیر د یونیسف ادارې له استازي سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۴:۵۱
دپوهنې وزارت سر پرست وزیر د یونیسف ادارې له استازي سره وکتل

دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث و التفسیر محترم نورالله (منير)د یونیسف ادارې د مهاجرینو له استازي ښاغلي فیلیپوګراندی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغه مرستو چې مخکې له دې یې د معارف په برخه کې کړې دي مننه او کورودانی وکړه او هغه ستونزې او تشویشونه یې چې د معارف د بهیر به لاره کې ورسره مخ دي د نوموړې ادارې له مسئول سره شریکې کړې محترم.

منیرصاحب زیاته کړه چې دپوهنې وزارت په پام کې لري ترڅو په ښوونځیو کې د تعلیمي کیفیت لوړوالي ته په جدي توګه پام وکړي ځکه زموږ هیواد د پرمختګ لپاره علمي کدرونو او په اسلامي روحیه سمبال قشر ته اړتیا لري.

محترم منیرصاحب د یونیسف ادارې له مسئول څخه وغوښتل تر څو خپلې هغه طرحې او برنامې چې د ښوونځیو د جوړولو او د معارف د پراختیا په هکله یې لري د پوهنې وزارت سره شریکې کړي تر څو د پوهنې وزارت تخنیکي ټیم ورباندې کار وکړي.

وروسته د یونیسف ادارې مسئول په خپلو خبرو کې د ااا له مشر تابه په تیره د پوهنې له مسئولانو څخه مننه وکړه چې د پوهنې بهیر ته ځانګړی اهتمام لري هغه زیاته کړه: کومې طرحې او برنامې چې د پوهنې د ودې او پراختیا په اړه له تاسو سره شته د ستاینې وړ دي د یونسیف ادارې مسئول ډاډ څرګند کړچې خپلې مرستې به د تیر په شان همداسې جاري ساتي د نوموړي په وینا دغه اداره ډاډمنه ده چې د ااا به د پوهنې د پراختیا او ودې په اړه هغه مثبت کارونه سرته ورسوي چې په تیرو شلو کلونو کې اصلاً ورته پام نه دی شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS