د  پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي انکشاف عمومي ریاست د رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم «همت» اخندزاده صاحب لنډ ژوند لیک

محترم الحاج مولوي عبدالحکیم«همت» اخندزاده صاحب د  هیواد د ستر علمي او جهادي شخصیت  مرحوم الحاج مولوي عبدالرحیم اخندزاده صاحب زوی،  په  ۱۳۵۳ هـ ش کال د پکتیکا ولایت په  سروبي ولسوالي کې زېږیدلی دی. 
لومړنۍ  او منځنۍ دیني او عصري زده کړې  یې د  دارالهجرت په مدارسو او ښوونځیو کې له جیدو علماء کرامو او استادانو څخه حاصلې کړیدې  او په ۱۳۸۰هـ ش کال د هیواد له ستر علمي مرکز«جامعه فاروقیه» څخه چې د اسلامي امارت د تېر حاکمیت په دوره کې یې په کابل ښار کې علمي فعالیت درلود، فارغ شویدی .
تر فراغت وروسته یې  له درس او تدریس سره په څنګ کې د امریکايي یرغلګرو  په وړاندې مسلحانه جهادي  فعالیتونه پيل کړل،د سروبي او چارباران په ولسوالیو کې یې منظمې جهادي ډلګۍ تاسیس کړې او د اسلامي امارت په چوکاټ کې یې مهم خدمتونه او مسئولیتونه سرته ورسول، چې په ترتیب سره په لاندې ډول یې یادونه کېږي:
۱-د پکتیکا ولایت د مجاهدینو د استازي په توګه .
۲-د شمالي زون د جهادي چارو د مرستیال په توګه .
۳-په پکتیکا ولایت کې د جهادي ډلګۍ د مسئول  په توګه .
۵-د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د رئیس په توګه.
۶-د ښوونې،روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د غړي توګه .
۷-د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د دارالایتامونو ادارې  د مسئول په توګه.
۸- د ښوونې،روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د بهرنیو اړیکو دمسئول په توګه.
۹- د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د جنوبي حلقې د مسئول په توګه.
۱۰-د یاد کمېسیون د امتحاناتو کمېټې د مسئول په توګه.
۱۱-د کابل تر فتحې وروسته د پوهنې وزارت د د دفتر عمومي ریاست د رئیس  په توګه .
۹- اوس مهال د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي انکشاف عمومي ریاست د رئیس په توګه .
محترم همت اخندزاده صاحب له دري، عربي او  انګریزي ژبو سره اشنایي لري. دښوونې،روزنې او لوړو زده کړو په کمېسیون کې ورته د غوره خدمتونو د ترسره کولو له امله د یاد کمېسیون د مشرتابه له لوري تحسین نامه هم ورکړل شوېده .له یونیسف سره  د ټول هیواد په سطحه د څلور زره محلي ټولګیو هوکړه لیک هم د نوموړي له لوري لاسلیک شویدی.کله چې په دوحه کې د یو لړ شاناره مراسمو په ترڅ کې داسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کېده، ښاغلي همت اخندزاده صاحب په یادو مراسمو کې د تعلیمي کمېسیون په استازیتوب برخه درلوده .
الله تعالی دې د نوموړي ټول خدمتونه په خپل دربار کې قبول وګرځوي .آمین .