د ترکیې دمعارف بنسټ مشر او د یاد هیواد سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د ترکیې د معارف بنسټ مشر ښاغلي پروفیسور دوکتور بیرول آکګون او د یاد هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین آی د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب سره د یاد وزارت د مقام په دفتر کې وکتل.
د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او ترکیې هیوادونو تر منځ یې په دیني، فرهنګي او مذهبي مشترکاتو لنډه رڼا واچوله .
وروسته د ترکیې دمعارف بنسټ مشر پروفیسور دوکتور بیرول آکګون دخپلو خبرو په ترڅ کې د ترکیې دمعارف بنسټ فعالیتونو ته لنډه اشاره وکړه او ویې ویل، چې یاد بنسټ د نړۍ په(۴۹)هیوادونو کې په سلګونو ښوونځي او په زرګونو زده کوونکي لري، د افغانستان په اتو ولایتونو کې په لسګونوښوونځي لري، چې نږدې شپږ زره تنه(۶۰۰۰) افغان زده کوونکي پکې زده کړې کوي. په یادو ښوونځیو کې (۱۰۴۵ ) تنه افغان ښوونکي او اداري کارمندان په دندو بوخت دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ کوم سیاسي اهداف نه لري، بلکې یوازینۍ موخه یې داده، چې افغان ماشومانو او ځوانانو ته معیاري او باکیفیته تعلیمي خدمات وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، زمونږ هڅه داده چې دنړۍ په تیره بیا افغانستان او ترکیې لوستي ځوانان تکنالوژي او ساینسي وړتیاوې د خپلو هیوادونو او خلکو د پرمختګ او سوکالي لپاره وکاروي او د سالمو او مفیدو انسانانو په توګه بشري ټولنې ته خدمت وکړي.
په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین آی په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه، چې دوی په افغانستان کې د نورو تعلیمي خدماتو ترڅنګ د یتیمانو د تعلیمي او اقتصادي تکافل لپاره هم پروګرامونه لري او د پوهنې له وزارت څخه غواړي چې د یادو پروګرامونو د تطبیق لپاره ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دملاقات په پای د پوهنې وزارت محترم وزیرصاحب د ترکیې هیواد د معارف د بنسټ تعلیمي خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت ته د یو داسي هیواد سرپرستي ور په غاړه ده، چې د څلورو لسیزو جګړو سخت ځپلی دی، په یادو اوږدو جګړو د هیواد تعلیمي نظام ته هم د کمیت او کیفیت له پلوه نه جبرانیدونکي زیانونه اوښتي دي. نوموړي زیاته کړه،چې دپوهنې وزارت غواړي ترڅو خپل ولس ته معیاري او متوازن تعلیمي خدمات وړاندې کړي، له تعلیمي بهیر څخه منظم نظارت وکړي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره مناسب چاپیریال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
