د جوزجان او فراه له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۹:۱۱
د جوزجان او فراه له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

جوزجان

د جوزجان د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په وینا:  له "بشریت سره همکار" موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ او د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته په شبرغان ښار او همدا شان د اقچې، فیض آباد او منګیجک ولسوالیو کې ۱۳۵ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه ؛ چې په دغو ټولګیو کې شاوخوا ۴۵۰۰ هغه کسان شامل شوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله له زده کړو څخه محروم پاتې شوي وو.

همدا شان د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس درزاب او قوش تپې ولسواليو ته سفر وکړ او د يادو ولسواليو د پوهنې له مسوولينو سره يې د پوهنې د کيفيت د ښه والي او د کلنيو ازموينو د ترسره کولو په باب خبرې وکړې.

د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ آمریت د دغه ولايت د پوهنې رياست په مرسته د درزاب د لېسې د ١٠٢ تنو زده کوونکو ترمنځ د سيرت النبي (ص) سيالۍ پيل کړه.
د مسؤلینو په وینا:  د يادې سيالۍ له پيلولو يې موخه د ستر پیغمبر (ص) له سيرت سره د ځوانانو آشنا کول، د پوهې د کچې لوړول او په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي.

فراه

دفراه ولایت د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د اړوندو ښوونځیو له کلنۍ ازموینې څخه څارنه وکړه.

د فراه ولایت د جهادي مدرسې درسونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د مسؤلینو، دیني عالمانو او د ملکي او نظامي ادارو د یو شمېر مسوولینو په حضور کې پیل شول. ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې  د ا . ا . ا دا ستره فتحه د دغو جهادي مدارسو د زده کوونکو د قربانیو په پایله کې راغلي او له زده کوونکو او ښوونکو يې وغوښتل، چې د هېواد او خلکو د خدمت په موخه خپلې دندې او مسووليتونه په اخلاص سرته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS