د جوزجان ولایت یو ښوونځي په انګړ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند د مصرآباد عالي لېسې په انګړ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي لعل جان راشد له خوا کېښودل شوه.
پوهنې رئیس د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې وویل چې دغه جومات به د ۴۸ متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړ او لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی چې د ځایی اوسېدونکو له لوري تمویلېږي.